ملي پراختيا شرکت: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ملي پراختیا شرکت وياند نبي ارغنديوال وايي، چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چارو تر بشپړيدو وروسته د دویم فاز کارونه یې ۸۵ سلنه پرمخ تللي، پاتې کارونه یې هم په چټکۍ سره روان دي.

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو خونه بیا وايي، چې د کانال بشپړېدل به د هېواد په کرنې او مالدارۍ کې مهم پرمختګ وي او افغانستان به په دې برخه کې پر ځان بسیا شي، چې له نورو هېوادونو واردات ته اړتیا نه وي.

دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۰ متره سور لري، چې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button