یمن؛ هغه جګړه چې مشروعیت پکې له واقعیت سره ټکر لري

عطاءالله مبارز

د یمن جګړه، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روانه ده، تر دې دمه نه د جګړې په ډګر کې وروستۍ پرېکړه شوی او نه یې سیاسي حل موندلی دی. سره له دې چې د یمن حکومت د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له لوري د هېواد د قانوني استازي په توګه پېژندل کېږي، خو د میدان پر واقعیتونو واک د هغو ځواکونو په لاس کې دی، چې د نفوس، ادارې او ستراتېژیکو سیمو کنټرول لري.
انصارالله اسلامي غورځنګ (حوثیان) که څه هم د یمن بشپړه جغرافیه نه کنټرولوي؛ خو د پلازمېنې “صنعاء” او د الحدیده مهم بندر په ګډون یې ګڼې سیمې تر ولکې لاندې دي. دا سیمې یوازې جغرافیایي ارزښت نه لري، بلکې د سیاسي نفوذ، اقتصادي جریان او ټولنیز کنټرول مرکزونه دي. همدې واقعیت حوثیان په جګړه او پوځي اړخ کې د یوه نه‌انکارېدونکي سیاسي فکتور تر کچې رسولی دی.
په مقابل کې، مشروع حکومت له دې سره سره چې نړیوال مشروعیت لري، د کورني انسجام، ولسي باور او منسجمې قوماندې له کمښت سره مخ دی. د جګړې اوږدېدل، د سیمه‌ییزو متحدینو ترمنځ اختلافات، او د یوه باور وړ بدیل د نشتون تصور د حکومت سیاسي اغېز کمزوری کړی دی.
د حوثیانو دوام یوازې د وسلو پر بنسټ نه دی ولاړ. منسجمه رهبري، نسبي اداري ثبات، محلي ټولنیز ملاتړ، او د جګړې له ستړیا څخه سیاسي استفاده هغه عوامل دي چې دې ډلې ته یې د بقا زمینه برابره کړې ده. دا هغه واقعیت دی چې له پامه غورځول یې د جګړې د لا اوږدېدو معنا لري.
اوسنی وضعیت ښيي چې د یمن جګړه نه د بشپړې پوځي بریا له لارې پای ته رسېږي او نه هم د یوه لوري د بشپړ حذف په پایله کې. دوامدار ثبات هغه مهال شونی دی چې سیاسي حل د میدان له واقعیتونو، د مشروع حکومت له قانوني حیثیت، او د ټولنې له داخلي توازن سره هم‌مهاله عیار شي.
د یمن جګړه یو ځل بیا دا څرګندوي چې په معاصرو شخړو کې مشروعیت یوازې په رسمي اسنادو نه‌ تعریفېږي، بلکې د واک، ادارې او ټولنیز منښت ترمنځ د نازک توازن محصول دی.

مربوطه مطالب

Back to top button