کندز پولیس: د یوې پخوانۍ خبریالې نیونه له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کندز امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د ناظرې رشیدي په نوم یوه ښځه چې پخوا یې د یوې محلي راډیو د خبریالې په توګه کار کړی، له څلورو نورو ښځو سره د یوې جنایي پېښې په تړاو د امنیتي پولیسو له لوري نیول شوې ده.

امنيې قوماندانۍ ويلي، چې د یادې ښځې نیونه هېڅ ډول له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لري، ځکه نوموړې دا مهال له هېڅ رسنۍ سره کاري اړیکه نه لري او د قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي هغه راپورونه چې دا موضوع له رسنیو سره تړي، حقیقت نه لري او ناسم تبلیغ بلل کېږي.

د پولیسو په خبره، د پېښې په تړاو قانوني او هر اړخیزې څېړنې روانې دي او تر بشپړې پلټنې وروسته به یاد کسان د نافذه قوانینو له مخې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیه قومندانۍ له رسنیو غوښتي چې یوازې د رسمي سرچینو له لارې ترلاسه شوي معلومات خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button