د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیستي ريژیم غواړي فلسطینیان په زور سومالیا لېنډ ته کډه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د سومالیا دفاع وزیر “احمد معلم فقي” ویلي، چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي فلسطینیان په زور “سومالیا لېنډ” ته کډه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه اقدامات د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او د سومالیا پر ملي حاکمیت ښکاره تېری ګڼل کېږي.

فقي دا هم ویلي، چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د “سومالیا لېنډ” سترې برخې بېرته د سومالیا له جمهوریت سره یوځای شوې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تازه اعلان کړی، چې د غزې سیمه باید له خلکو خالي او غیرنظامي زون واوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button