کورنيو چارو وزارت: په اتو ولایتونو کې ۴۶۳ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د کورنيو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي، د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې یې په بلخ، پروان، هلمند، کندوز، پکتیا، میدان وردګ، بدخشان او سمنګان ولایتونو کې ۴۶۳ تنه روږدي کسان راټول کړي دي.
د پولیسو په وینا، راټول شوي کسان د روغتیايي ارزونې وروسته د روږدو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، څو تر معیاري درملنې لاندې ونیول شي او بېرته عادي ژوند ته راوګرځول شي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ډاډ ورکړل شوی چې د نشهيي توکو پر ضد مبارزه یوازې د راټولولو تر کچې محدوده نه ده، بلکې د درملنې، بیا رغونې او عامه پوهاوي پروګرامونه هم پکې شامل دي، څو د روږدتیا کچه راکمه او د ټولنې روغتیا خوندي شي.



