د وینزوېلا پارلمان د ټرمپ پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د وینزوېلا ملي اسمبلۍ په یوه متفقه پرېکړه لیک کې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د خلکو پر ضد د ډلهییزې وژنې مسوول بللی دی.
په پرېکړه لیک کې ټرمپ د هغو اقتصادي بندیزونو، سیاسي فشارونو او نورو اقداماتو عامل ګڼل شوی، چې د وینزوېلا د ولس ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.
اسمبلۍ ټینګار کړی، چې د امریکا هر ډول مداخله په وینزوېلا کې ترهګریز عمل ګڼل کېږي او نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې، چې دغه اقدامات وغندي.
د وینزوېلا چارواکو ویلي، چې د دې پرېکړې هدف د امریکا د یرغلګر سیاست پر وړاندې د خپلواکۍ او ولسواکۍ دفاع ده.



