مزارشریف کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د صنعتي پارک سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د دغه ښار د شادیانو صنعتي پارک د سړک د قیرکولو چارې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.
مسوولين وایي، یاد سړک ۱۱۶۷ متره اوږدوالی او ۱۴ متره سور لري، چې د صنعتي پارک دننه د ترانسپورتي ستونزو د هواري او د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا په موخه جوړ شوی دی.
د ښاروالۍ مسوولینو زیاته کړې، د دغه سړک د قیرکولو چارې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي او تمه ده چې د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به په سیمه کې تګ راتګ اسانه او اقتصادي چارې لا منظمې شي.



