ټرمپ ځان د وینزوېلا موقت ولسمشر اعلان کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځان د ونزوېلا د ۲۰۲۶م کال لپاره د دغه هېواد ۴۷م موقت ولسمشر اعلان کړی، چې دا اقدام د ونزوېلا سیاسي فضا لا نوره ګډه کړې او د نړیوالو پام یې ځان ته رااړولی دی.

خبرونه وایي، چې د ټرمپ دا ادعا وروسته له هغه شوې، چې د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو نیول شوی او د هغه پر ځای دېلسي رودریګز د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه کړې ده.

د سیاسي شنونکو په باور، دا ډول بې‌سارې څرګندونې د ونزوېلا روان بحران ته نوی بُعد ورکوي او ښيي چې د دغه هېواد وضعیت لا هم له نړیوالو لاسوهنو خوندي نه دی.

د ونزوېلا حکومت تراوسه په رسمي ډول د ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button