د پلازمینې تهران په ګډون د ایران ډیری ښارونو کې حکومت پلوه لاریونونه روان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران دولتي خبري اژانس “صدا و سیما” راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پلازمينې تهران په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ پراخې غونډې او لاریونونه روان دي.

په راپور کې راغلي، چې دا مهال د تهران “همدان” او “ایلام” په ګډون یو شمېر ښارونو کې خلک د حکومت ملاتړي لاریونونه کوي، چې ایات الله خامنه ای له غوښتنې وروسته پیل شوي او لکونو کسانو پکې برخه اخیستې ده.

د صدا و سیما بېلابېلو شبکو له نن سهاره په پرله‌پسې ډول له خلکو غوښتي، چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي. راپور زیاتوي، چې د ایران ولسمشر، د پارلمان او قضایه قوې مشرانو، او د امام خمیني لمسي حسن خمیني هم له خلکو غوښتي چې په دغو لاریونونو کې برخه واخلي.

همدان او ایلام هغه ښارونه دي، چې په وروستیو ورځو کې پکې خلک د حکومت ضد مظاهرو په لړ کې سړکونو ته راوتلي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button