د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ ستراتیژیک پلان د نهایي کولو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲، مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې میاشتې د راتلونکو پنځو کلونو (۲۰۲۶–۲۰۳۰) ستراتیژیک پلان د نهایي کولو په موخه، په کابل کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د نوموړي مرستیالانو، سلاکارانو، د مرکزي ریاستونو، سیمه‌ییزو زونونو او ولایتي استازولیو مسؤلینو او همداراز د کاري شریکانو په حضور کې جوړ شوی، څو د خلکو اړتیاوې وارزول شي او د بشري خدمتونو اغېزمنتیا لوړه شي.
شیخ شهاب‌الدین دلاور د پرانیستې غونډې پر مهال وویل، افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د اووه زونونو او ۳۴ ولایتي نماینده‌ګیو له لارې بشري خدمتونه وړاندې کوي او د شفافیت، عدالت او ناپېیلتوب اصل ته ژمنه ده. نوموړي زیاته کړه، د سوري زړه ناروغانو روغتون چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي، چې په کلني ډول به زرګونه ناروغان پکې تداوي شي.
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌الله عبدالسلام وویل، دا ستراتیژیک پلان به د اړمنو، بې‌سرپرسته او زیانمنو کورنیو ستونزو ته د ښه رسېدنې لپاره مهم ګام وي.
په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازو د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او د بشري همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړ.
دا ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او موخه یې د یوه جامع پلان جوړول دي، څو د هېواد په کچه د اړمنو، پېښځپلو، یتیمانو او ناروغانو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button