ټرمپ له ایران سره پر سوداګرو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره به د خپل هر ډول تجارت پر وړاندې ۲۵ سلنه تعرفه ورکوي.
نوموړي دا پرېکړه د دوشنبې ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې خپره کړه او ویې ویل چې دا به سمدستي عملي شي.
دا ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی چې په ایران کې پراخ لاریونونه روان دي او واشنګټن د اقتصادي فشارونو د زیاتولو هڅه کوي.
له ایران سره د سوداګرۍ مهم شریکان هند، چین او ترکیه دي، چې له امریکا سره هم پراخې تجارتي اړیکې لري؛ کارپوهان وايي دا پرېکړه کولی شي د امریکا او چین ترمنځ سوداګریز کړکېچ بیا تازه کړي.



