کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، که ځینې هېوادونه د ګرینلنډ د امریکا سره د یوځای کېدو له غوښتنې ملاتړ ونه کړي، نو پر هغوی به تعرفې ولګول شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره ځانګړی اهمیت لري، خو دا یې ونه ویل چې کوم هېوادونه به د دغو تعرفو تر اغېز لاندې راشي.
په همدې مهال د امریکا د کانګرس یو ګډ پلاوی، چې د دواړو سیاسي ګوندونو غړي پکې شامل دي، ګرینلنډ ته سفر کړی او د دغه ټاپو او ډنمارک له چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.
د پلاوي مشر سناتور کریس کونز ویلي، دا سفر د خلکو د نظرونو د اورېدو او د سیاسي کړکېچ د راکمولو لپاره ترسره شوی، خو ډنمارک خبرداری ورکړی چې د ګرینلنډ پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام به ناټو له جدي خطر سره مخ کړي، او اروپايي متحدانو ويلي چې د شمالي قطب امنیت د ناټو د ټولو غړو ګډ مسوولیت دی.


















