کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د غزې د سولې شورا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر مشرۍ لاندې جوړه شوې او پکې یو شمېر مهمې نړیوالې څېرې شاملې دي.
د دې شورا غړي مارکو روبیو، سټیو وېټکوف، جېرد کوشنر او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر دي، او همداراز آریه لایټسټون او جوش ګرونباوم د شورا د لوړپوړو سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، نیکولای ملادینوف د شورا د اجرائیوي غړي او د غزې د عالي استازي په توګه ټاکل شوی، او جنرال جاسپر جېفرز به په غزه کې د نړیوال ثباتي ځواک مشري کوي.
همداراز د غزې د ادارې ملي کمېټه د علي شعث تر مشرۍ لاندې د خدماتو د بېرته پیل او د بنسټونو د بیا رغونې چارې پر مخ وړي، او ډونالد ټرمپ له نړیوالې ټولنې د یادو جوړښتونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.


















