د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۳۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۳۱۸ کډوالې کورنۍ، چې ۵۸۸ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي. د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۱۴ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۳۸ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۳۴ تنه، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۷۸ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۶ تنه هېواد ته داخل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د چهارشنبې په ورځ ۴۳۱ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۶۰۴ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي، او ۳۰۹ کورنۍ، چې ۲۱۵۴ تنه یې غړي ول، د ترانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي. همداراز، راستنې شویو مهاجرینو ته روغتیايي، مخابراتي او نورو اساسي خدماتو برابرول هم په پام کې ونیول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button