چینایي شرکت په کابل او تخار کې د ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د چین د «افغان یوچانګ» کنسرسیوم مسؤل لوا زونګ چوون سره کتلي دي.

په دې کتنه کې چینایي پانګوال له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید پر پروژو د پانګونې چمتووالی ښودلی او پلان لري په کابل کې ۶۰ مېګاواټه او په تخار کې ۳۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

ملا عبدالحق همکار په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي او پانګوال کولای شي د برېښنا د تولید او زیربنایي پروژو په برخه کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

چینایي شرکت د افغانستان په برېښنايي سکتور کې د خپلو پانګونو د پراختیا ژمنه هم کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button