غزه کې د اسراییلي اشغالګرو بریدونو له امله د ۳ خبريالانو په شمول ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسراییلي اشغالګرو د تازه بریدونو په ترڅ کې د ۳ خبريالانو په شمول ۱۱ فلسطینیان شهیدان او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
راپور زياتوي، وژل شوي خبریالان انس غنیم، عبدالرؤف شات او محمد قشته دي، چې د غزې په مرکزي سیمه کې د راپور جوړولو پر مهال په هوایي برید کې شهيدان شوي.
د فلسطين د حماس غورځنګ دا بریدونه د اوربند څرګنده سرغړونه بللې ده.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي ځواکونو لږ تر لږه ۴۶۶ فلسطینیان شهیدان کړي دي، چې په دې کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان شامل دي.



