اسلام آباد: د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته د غځولو چمتووالی روان دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سنا جرګې ته ویلي، چمتووالی روان دی چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) افغانستان ته وغځول شي او همداراز د پاکستان–چین–افغانستان درې‌اړخیز چوکاټ بېرته فعال شي.

د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې له چین سره ستراتېژیکه ملګرتیا د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ له مهمو ستنو څخه ده او اسلام‌اباد د «یو چین» تګلارې بشپړ ملاتړ کوي.

پاکستاني لوري ویلي، چې د اقتصادي همکارۍ پراخول به د سیمې د اتصال، سوداګرۍ او ثبات په برخه کې مهم رول ولوبوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري او سوداګریزې لارې تړلې دي او دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړېکې له جدي ننګونو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button