د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” ادعا کړې، چې د دارفور ایالت په مهم ښار الفاشر د وسله‌والو ډلو تر کنټرول وروسته د بشري ناورین تر ټولو خونړۍ پېښه رامنځته شوې او شاوخوا ۲۰۰۰ تنه ملکیان په ډله‌ییزه توګه وژل شوي دي.
د پوځ ویاند په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د چټک ملاتړ اړوند وسله‌والو له ښار نیولو وروسته عام خلک په نښه کړي، کور په کور تلاشي یې کړې او بې‌وسلې ملکیان، ښځې او ماشومان یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، ډېری قربانیان په ډله‌ییزو قبرونو کې ښخ شوي او ځینو سیمو کې لا هم د وژنو لړۍ روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې وسله‌والو د ښار روغتونونه، بازارونه او د مرستو مرکزونه هم لوټ کړي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ د خوراک، اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، لسګونه زره کسان له الفاشر څخه شاوخوا سیمو ته د تېښتې په حال کې دي.

د سوډان پوځ دا کړنې جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پوځ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د یادو پېښو د څېړلو لپاره خپلواکه پلټنه وکړي او د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره بېړنۍ مرستې ورسوي.

بلخوا د بشري حقونو ځینو نړیوالو بنسټونه هم د دارفور د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې؛ خو تر دې دمه د وژل شویو کسانو کره شمېر د خپلواکو سرچینو له لوري نه دی تایید شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button