افغان سوداګرو په ترکیه کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء مشر اسدالله اسدي وايي، افغان سوداګرو په ترکیه کې له ترکي سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دې سفر موخه د کرنې، صنعت، پانګونې او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د بهرنۍ پانګونې جلبول وو.

اسدي ویلي، د دواړو هېوادونو سوداګرو د ویزو اسانتیاوو، د افغان صادراتو د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، دغه تړونونه په ځانګړي ډول د بلخ او د هېواد د شمالي سیمو لپاره مهم دي او تمه کېږي چې افغانستان ته د نورو بهرنیو پانګونو د جذب زمینه هم برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button