وال سټریټ ژورنال: امریکا په سعودي کې د خپل پوځي حضور د کمولو پر امکان غور کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، متحده ایالات په سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو امکان ارزوي. راپور وايي، د هرمز تنګي د خوندي کولو لپاره د واشنګټن له پوځي پلان سره د ریاض د لومړني مخالفت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له جدي ازموینې سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، سعودي عربستان په پیل کې امریکا ته اجازه ورنه کړه چې د خپلو پوځي اډو او هوايي حریم څخه د یاد عملیاتو لپاره استفاده وکړي، چې له امله یې د «پروژې ازادي» په نوم عملیات وځنډېدل.

راپور زیاتوي، وروسته له امریکايي فشارونو ریاض خپل دریځ نرم کړ، خو امریکايي چارواکي باور لري چې دې موضوع د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی دی.

وال سټریټ ژورنال د امریکايي او عربي چارواکو له قوله لیکلي، واشنګټن اوس د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو پر تګلارې بیاکتنه کوي او ښايي په راتلونکي کې پر هغو هېوادونو ډېر تمرکز وکړي چې د ایران د جګړې پر مهال یې پراخ ملاتړ ورسره کړی و.

سپینې ماڼۍ بیا ټینګار کړی چې د واشنګټن او ریاض اړیکې لا هم پیاوړې دي، او تر اوسه د پوځي حضور د کمولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button