د ځمکو غصب مخنيوي کميسيون: سرپل کې نږدې ۴ میلیونه جریبه عامه څړځایونه تثبیت او ثبت شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ویلي، په سرپل ولایت کې یې نږدې ۳ میلیونه او ۹۴۵ زره جریبه عامه څړځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړي دي.

د کمېسیون په وینا، یاد څړځایونه د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له سروې او ارزونې وروسته ثبت شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تثبیت شویو څړځایونو ۸۹ سلنه لا هم په خپل طبیعي حالت پاتې دي، خو شاوخوا ۱۱ سلنه یې پر کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او عامه تاسیساتو بدله شوې یا په کې نور ډول تصرفات شوي دي.

کمېسیون ټینګار کړی چې د قانون له مخې پر عامه څړځایونو هر ډول تجاوز او تصرف منع دی او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ورته ځمکو د تثبیت او ثبت بهیر روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button