قطر: د امریکا او ایران په خبرو کې مثبت پرمختګ شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، ویلي چې د قطر او پاکستان منځګړو په دوحه کې له امریکايي او ایراني مذاکره کوونکو سره جلا جلا غونډې کړې دي.

د هغه په وینا، په دغو خبرو کې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک او د لوسرن غونډې د پایلو اړوند موضوعاتو کې «مثبت پرمختګ» شوی دی.

الانصاري زیاته کړه، دواړو لورو هوکړه کړې چې خبرې به په راتلونکې پړاو کې هم دوام وکړي او راتلونکې غونډه به د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو وروسته په لومړي مناسب فرصت کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button