د ۵.۴۹ میلیونه ډالرو په پانګونې د هرات د مالګې کان د څلورم بلاک تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د څلورم بلاک د استخراج او پروسس تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او د عبدالحمید فیضي د کان کیندنې او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، پر دې پروژه ۵.۴۹ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي، د کان ساحه ۹.۵۸ کیلومتره مربع ده او تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی، چې شرکت به د هر ټن مالګې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، شرکت به د رویالټۍ تر ورکړې سربېره د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۳۵۰ زره امریکایي ډالره هم ولګوي او شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button