ولسمشر اردوغان: زموږ تاریخ له عدالت او مهربانۍ څخه سرچینه اخلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ولسمشرۍ ماڼۍ د کابینې تر غونډې وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل زموږ زرګونه کلن ویاړلی تاریخ یوازې د عدالت او مهربانۍ څخه سرچینه اخلي.
اردوغان وویل: «زموږ په زرګونه کلن ویاړلي تاریخ کې یوازې عدالت او مهرباني شته. موږ د دین، توکم او هویت له توپیر پرته د ټولو مظلومانو لاسنیوی کړی او هغوی ته مو د مرستې لاس ورغځولی دی.»
نوموړي دغه څرګندونې د ولسمشرۍ کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته په خبرو کې کړي دي.


