ایران د خپلو اټومي تاسیساتو د ځمکې لاندې تونلونو امنیت نور هم پیاوړی کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د «جي فید» د راپور له مخې، تازه سپوږمکيز انځورونه ښيي چې ایران د نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو د ځمکې لاندې تونلونو د ننوتلو لارو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
په انځورونو کې د پوځي موټرو، د سړکونو د خنډونو او د خاورینو بندونو شتون لیدل کېږي، چې د تونلونو د ننوتلو او وتلو لارې یې محدودې کړې دي.
د راپور له مخې، د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې د تونلونو په لوېدیځه برخه کې د لوجستیکي موټرو تګ راتګ لیدل شوی، چې د ځمکې لاندې فعالیتونو نښه بلل شوې ده.
همدارنګه په فردو او اصفهان کې د تونلونو شاوخوا نوي دفاعي بدلونونه او خنډونه جوړ شوي دي. راپور وايي، د اپرېل او مې میاشتې له سپوږمکيزو انځورونو سره پرتله ښيي چې دا اقدامات د تونلونو د ساتنې د پیاوړتیا او د وسایطو د چټک تګ راتګ د محدودولو لپاره ترسره شوي، خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.



