د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر، رشید مردوف، تېره ورځ (شنبه) هرات ولایت ته په رسمي سفر راغلی او د یاد وزارت له وزیر هدایت‌الله بدري او نورو چارواکو سره یې د تور غونډۍ بندر او د ټاپي پروژې د روانو چارو لیدنه کړې ده.

په لیدنه کې دواړو لورو د بندر د ظرفیت لوړولو، د ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.

ښاغلي بدري ټاپي پروژه د سیمې لپاره یوه حیاتي اقتصادي پروژه بللې او ټینګار یې کړی چې د پروژې چارې باید د ګډو همکاریو، لوړ معیارونو او ټاکلي مهالویش سره سم پر مخ یوړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button