کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په غزه کې د اسراییل وروستیو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې له دې ډلې ۷ تنه په خان یونس او ۵ تنه په غزه ښار کې شهيدان شوي دي.
حماس د اسراییل د بریدونو دوام په کلکه غندلی او د نړیوالو منځګړیو او نورو هېوادونو ته يې خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو دوام به جدي پایلې ولري.
د حماس د یوه مشر ډاکټر خلیل الحیه په وینا، د مقاومت د اوربند ژمنتیا یوازې د اسراییل د بریدونو د بندېدو او د جنایتونو د پای ته رسېدو پورې تړلې ده، او اسراییل د رفح د مقاومت کوونکو د قضیې د حل لپاره مسؤل ګڼل کېږي.


















