د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وايي، د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې د سمنټو دوه محمولې، چې ټول وزن یې ۴۸ ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بېرته ګرځولي دي.

د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، یاد سمنټ د تخنیکي ارزونې او کیفیتي کنټرول پر مهال له داخلي معیارونو سره سمون نه درلود او له همدې امله یې د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.

اداره ټینګار کوي، چې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې په شفاف او قاطع ډول روان دی او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button