اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

اسراییلي اشغالګر پوځ اعلان کړی چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله اړوند یو شمېر پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د پوځ په وینا، په دغو هدفونو کې هغه ګدامونه شامل وو چې د وسلو د ساتلو لپاره کارېدل او همدارنګه د توغندیو د توغولو ځینې ځایونه هم له منځه وړل شوي دي. پوځ ادعا کوي چې حزب الله هڅه کوي په سیمه کې خپل پوځي بنسټونه بېرته ورغوي.

اسراییلي اشغالګر پوځ ویلي چې د دغو وسلو شتون د اسراییل او لبنان ترمنځ د شته تفاهماتو سرغړونه ده زیاتوي چې د اسراییلو پر وړاندې د هر ډول احتمالي ګواښ د له منځه وړلو لپاره به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button