په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، په کابل کې د ازبکستان د ولسمشر د مرستیال سلاکار جاولون وخابوف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر عبدالحی قانت په کابل کې لیدنه کړې ده.

په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د ازبکستان او افغانستان د مشارکت، د ګډو اجنډاوو د پر مخ وړلو او د همکاریو د پراختیا پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

وخابوف پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې له قانت سره یې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو پر لارو چارو هم بحث کړی او ټینګار يې کړی چې د معلوماتو شریکول او د پوهاوي پراخول د سیمه‌ییز تفاهم لپاره مهم رول لري.

د هغه په وینا، دواړه لوري غواړي اوږدمهاله ستراتیژیک اهداف په عملي نوښتونو بدل کړي، څو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې او سیمه‌ییزې همکارۍ لا پراخې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button