ذبيح الله مجاهد: د اسلامي امارت دریځ دادی چې د ایران-امریکا ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې حل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷، سلواغه، ۱۴۰۴ ل)

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د تهران راډيو سره مرکه کې ويلي، چې د اسلامي امارت دريځ دا دی، چې د ايران او
امریکا تر منځ ستونزې د خبرو او ډيالوګ له لارې حل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې که احيانا جګړه وشي، ايران به يو ځل بيا د تېر په څېر جګړه وګټي، د نوموړي په خبره ایران له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.

ښاغلي مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې افغان حکومت او ولس به په سختو حالاتو د ايراني ولس تر څنګ ودريږي.

بايد وويل شي چې په دې وروستیو کې د ايران او امريکا تر منځ حالت ترينګلي شوي او ټرمپ د خبرو د ناکامۍ صورت کې د نظامي مداخلې ګواښونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button