عباس عراقچي: د امریکا له ګواښونو ویره نه لرو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي” ویلي، چې هېواد یې د امریکا له ګواښونو او خبرداریو نه وېرېږي او نه یې جدي ګڼي.
نوموړي ټینګار کړی، که امریکا غواړي روانې ستونزې هوارې شي، نو باید د فشار او ګواښ پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ لار خپله کړي.
هغه زیاته کړې، که امریکا پر ایران فشارونه زیات کړي، نو تهران به هم اړ شي چې بدیلو لارو ته مخه کړي او متقابل اقدامات ترسره کړي.



