نیویارک ټایمز: د نتنیاهو پالیسي د امریکا او نړیوال یهودي امنیت ته ګواښ دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د توماس فریدمان په یوه نظر لیکنه کې چې په نیویارک ټایمز کې خپره شوې، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر سیاستونو توندې نیوکې شوې دي.

لیکوال ادعا کوي چې نتنیاهو د ډونالډ ټرمپ او امریکايي یهودانو پام د ایران پر ګواښ متمرکز ساتي، خو په وینا یې د غزې او لوېدیځې غاړې په اړه د اسرائیلو اوسني اقدامات د امریکا پراخې ستراتیژیکې ګټې او د نړۍ د یهودانو امنیت له خطر سره مخ کوي.

په مقاله کې ټینګار شوی چې د لوېدیځې غاړې د احتمالي الحاق هڅې، په غزه کې جګړه او د فلسطینیانو له سیاسي حقونو انکار کولای شي اسرائیل نړیوال فشار او انزوا ته سوق کړي او د امریکا له مهمو سیمه‌ییزو متحدانو سره اړیکې ترینګلې کړي.

لیکوال وايي، د اسرائیلو اوسني داخلي او سیمه‌ییز سیاستونه د دې هېواد د ډیموکراسۍ، د امریکا–اسرائیلو اړیکو او د نړیوالې یهودي ټولنې پر یووالي ژور او اوږدمهاله اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button