پروان کې د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۸۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پروان ولایت په شینوارو او سالنګ ولسوالیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۸۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادو پروژو کې استنادي دیوالونه، کلیوالي سړکونه، کانالونه، پلونه او سربندونه شامل دي، چې د سیمې د خلکو د ژوند کیفیت لوړولو او د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي.

د وزارت مسوولینو ویلي، دا پروژې به د سیمې اوبي سرچینې، ترانسپورت او د کلیوالو د روزګار فرصتونه پیاوړي کړي او د کلیوالو ژوند ته به اسانتیاوې راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button