ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی: د فلسطیني سیمو الحاق د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال قانون سرغړونه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ویلي چې د اسرائیل اساسي موخه تل دا وه چې فلسطینیان له خپلو سیمو اوباسي او د هغوی پر ځمکو بشپړه ولکه ټینګه کړي په وینا يې فلسطیني سیمو باندې مېشت ځایونو جوړول، د مېشتېدونکو سره تاوتریخوالی او د کورونو نړول ټول د الحاق د پلان برخه ده.
هغه ټینګار کړی چې فلسطین د فلسطینیانو خپل وطن دی او نه د کنټرول او یا هم د پلور وړ خاوره په خبره يې د فلسطیني سیمو الحاق د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو پرېکړو ښکاره سرغړونه ده.
د فلسطین استازي زیاته کړې چې د اسرائیلو وروستۍ پرېکړې ښيي چې وضعیت یوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلی او د تاوتریخوالي د پراخېدو امکان شته، په ځانګړي ډول په لوېدیځه غاړه کې، چې د هغه په وینا اسرائیلي اشغالګر هلته د کړکېچ د زیاتېدو لامل ګرځي.



