سي ان ان: امريکا ښايي د روانې اوونۍ تر پایه پر ایران برید ترسره کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د سي ان ان د راپور له مخې، د امریکا پوځ خپل هوایي او بحري ځواکونه د منځني ختیځ په سیمه کې ځای پر ځای کړي او امکان لري چې د روانې اوونۍ تر پایه د ایران پر وړاندې برید ترسره کړي.
خو راپور زياتوي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دې برید د ترسره کولو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او لا هم د خپلو مشاورینو او متحدینو سره د ممکنه اقداماتو په اړه مشورې کوي.
په ورته وخت کې، د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په جنوا کې ترسره شوې، چې پکې دواړو خواوو د اصولو پر یوه چوکاټ موافقه وکړه، خو د جزئیاتو پر سر لا هم اختلاف پاتې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو به د فبرورۍ په ۲۸ نېټه اسرائیلو ته سفر وکړي او هلته به له نتانیاهو سره د خبرو وروستی وضعیت شریک کړي.
د راپور له مخې، د امریکا تر ټولو پرمختللې کښتۍ “یو ایس ایس جیرالډ فورد” او نور پوځی ځواکونه سیمې ته رسیدلي، او ایران هم د خپلو مهمو اټومي تاسیساتو د خوندي کولو لپاره اقدامات کړي دي.
په عين حال کې د اسرائيلو “یديعوت أحرونوت” رسنۍ راپور ورکړی، چې اسرائيلي امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتوالي کې دي او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د “کابینیټ” غونډه د یکشنبې ورځې ته وځنډوله، څو د ایران له احتمالي غبرګون څخه مخنیوی وشي او تمه ده چې ایران د برید په ځواب کې پر اسرائيلو توغندي وغورځوي، او ممکن د یمن “أنصار الله” او لبنان حزب الله هم د ایران ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې، د اسرائيلو د بیړنیو او دفاعي ادارو ټولو سکتورونو ته لارښوونې شوي چې د ایران په وړاندې د احتمالي جګړې لپاره چمتوالی ونیسي.



