امریکا د دوو میاشتو په موده کې خپل ټول پوځیان له سوریې اوباسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د وال ستريت جورنال د راپور له مخې، متحده ایالات د شاوخوا زر تنو سرتېرو د ایستلو بهیر پیل کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې خپل ټول پوځیان له سوريې اوباسي.

د راپور پر بنسټ، دا ګام به په یاد هېواد کې د امریکا نږدې لس کلن پوځي حضور ته د پای ټکی کېږدي.

راپور زیاتوي چې امریکايي پوځ لا دمخه د التنف پوځي اډه چې د سوریې، اردن او عراق پر ګډو پولو موقعیت لري، تخلیه کړې ده. همدارنګه د روانې میاشتې په پیل کې له الشدادي پوځي اډې څخه هم ځواکونه ایستل شوي دي.

د سرچینې په وینا، پاتې امریکايي ځواکونه به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې له نورو پوځي اډو ووځي او په دې سره به په سیمه کې د امریکا پوځي ماموریت رسماً پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button