د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۸۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۸۴۱ کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۴ زره او ۳۶۷ تنه کېږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د شمېرو له مخې، ۶۵۳ کورنۍ د تورخم، ۹۶ کورنۍ د ورېښمو پله، ۷۸ کورنۍ د سپین بولدک، ۱۴ کورنۍ د اسلامکلا او ۲ کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته را ستنې شوې دي.
مسوولين وایي، راستنېدونکو ته د اړتیا وړ لومړنۍ مرستې هم برابرې شوې دي.



