مهاجرينو وزارت: په اوو ولایتونو کې له نږدې درې زره راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د هېواد په اوو ولایتونو کې له ۲ زره او ۷۷۲ راستنو شویو، بېځایه شویو، اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ترسره شوې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا مرستې په کابل، لغمان، ننګرهار، لوګر، غزني، بلخ او فراه ولایتونو کې د همکارو بنسټونو له لوري وېشل شوې دي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې سلګونو کورنیو ته نغدي او خوراکي توکي ورکړل شول او په فراه کې د نغدو پیسو ترڅنګ ګاز ووېشل شو، په لغمان کې ژمنۍ جامې، خېمې او کمپلې ورکړل شوې او په ننګرهار کې زرګونو کسانو ته خوراکي توکي او نغدي مرستې ورسېدې.

همدارنګه په لوګر، غزني او بلخ کې هم نغدي او نور اړین توکي ووېشل شول، او په کابل ښار کې له ۱۹۰۹ اړمنو کسانو سره جلا نغدي مرسته هم ترسره شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button