د سوریې ولسمشر عمومي عفو اعلان کړه؛ درانه جرمونه ترې مستثنا دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت یو نوی فرمان صادر کړی چې له مخې یې د فرمان له نېټې مخکې ترسره شوي یو شمېر جرمونه د عمومي عفوې تر پوښښ لاندې راځي، خو په دې عفو کې درانه جرمونه لکه شکنجه، د انسانانو قاچاق، د نشهيي توکو قضیې، فحشا او درغلۍ شامل نه دي.
د فرمان له مخې، په ځانګړو مواردو کې د عمر بند سزا تر ۲۰ کلونو موقتي بند ته راکمېږي او ځینې اقتصادي جرمونه او سرغړونې هم بښل کېږي.
له دې امتیازونو د ګټې اخیستو لپاره شرط ایښودل شوی چې شخصي حقونه وبښل شي، وسلې وسپارل شي او قانوني ستونزې په ټاکل شوې موده کې حل شي.
همدارنګه، د اویا کلونو څخه د پورته عمر لرونکو او د لاعلاجه ناروغیو لرونکو کسانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې دي، او کم عمره کسان د اصلاح او پالنې له ځینو تدابیرو معاف شوي دي.



