عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم غزه کې داسې ماته خوړلې چې تاریخ به یې یاد ساتي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې صهیونیستي رژیم غزه کې له داسې تاریخي ماتې سره مخ شوی چې د تاریخ په پاڼو کې به ثبت پاتې شي.
نوموړي دغه څرګندونې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د تفسیر د ورځینو درسونو په لړۍ کې کړې دي.
یاد درسونه چې په نامعلوم ځای کې ثبتېږي، وروسته د یمن د دولتي تلویزیون او د مقاومت محور اړوندو اکاونټونو له لارې خپرېږي.
حوثي زیاته کړې، هغه څه چې په غزه کې وشول، د شهید قومندان یحیی سنوار د دې خبرې عملي ثبوت دی چې بنیامین نتنیاهو به د خپل زېږون په ورځ لعنت وایي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د غزې جګړه د صهیونیستي رژیم لپاره درنه او نه جبرانېدونکې ضربه وه.
د انصارالله مشر یو ځل بیا له فلسطیني ولس او قضیې سره د یمني ولس او وسلهوالو ځواکونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.
حوثي همداراز پر ایران د امریکا د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که پر ایران برید وشي، امریکا به له داسې ماتې سره مخ شي لکه څنګه چې په افغانستان او عراق کې وشوه.
نوموړي سیمه کې د مقاومت محور له ځواکونو غوښتي چې د هر ډول احتمالي جګړې لپاره ځانونه چمتو وساتي.



