ایران لا هم د یورانیمو د غني کولو له حقه نه تېرېږي وايي له بد توافق څخه جګړه ورته غوره ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د واشنطن بوست د راپور له مخې، سیمه‌ییزو ډیپلوماتانو په پیل کې داسې انګېرله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پوځي فشار پر ایران د دې لپاره و، څو تهران ته په روانو خبرو کې لا ډېر امتیازونه ورکړي.
خو راپور زیاتوي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو خبرو له پای ته رسېدو وروسته، ډېری ډیپلوماتان اوس باور لري چې ایران د خپلو «بنسټیزو دریځونو» پرېښودو ته چمتو نه دی، چې پکې د یورانیمو د غني کولو حق هم شامل دی.
له بلې خوا د القناة 14 عبري رسنۍ هم ليکلي، چې لوړپوړي ایراني چارواکي په تهران کې د پراخ او بې ساري برید لپاره چمتووالی نیسي او د ایران ستر مشر علي خامنئي لا هم له خپلو دریځونو په شا تګ نه مني.
راپور زیاتوي چې د اټکل له مخې ایران داسې باور لري چې له «بد توافق» څخه جګړه ورته غوره ده.

مربوطه مطالب

Back to top button