عراقچي: امریکا له ایران څخه د یورانیمو د بشپړ بندېدو غوښتنه نه ده کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، متحده ایالات له تهران څخه د یورانیمو د بډاینې د بشپړ بندېدو غوښتنه نه ده کړې او په دې اړه خپرېدونکي راپورونه ناسم دي.
عراقچي د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې ګواکې ایران د دوو تر درېیو کلونو لپاره د بډاینې د ځنډ وړاندیز کړی او امریکا د بشپړ پرېښودو غوښتنه کړې، وویل چې دا ټولې ادعاوې بېاساسه دي. د هغه په وینا، تهران هېڅکله د بډاینې د ځنډ رسمي وړاندیز نه دی کړی.
نوموړي ټینګار وکړ چې نه ایران د تعلیق طرحه وړاندې کړې او نه هم امریکا د یورانیمو د بډاینې د بشپړ بندېدو غوښتنه کړې ده، او په دې تړاو خپرېدونکې اوازې یوازې اټکلونه دي.



