په کندز کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ستر استوګنیز ښارګوټی جوړېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د امارتي شرکتونو لوی رياست وايي، چې په کندز کې د استوګنې او ښاري پراختیا په موخه د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت یو لوی ښارګوټی جوړېږي.

د شرکت په وينا، دغه پروژه د کندز سپین زر امارتي شرکت له لوري د ۱۵۰ جریبه ځمکې پر سر پلې کېږي او د هېواد په شمال ختیځ زون کې د مهمو پراختیايي طرحو له ډلې ګڼل کېږي.

د شرکت مسؤولین وایي، د پروژې ټول اداري پړاوونه بشپړېدو ته نږدې دي او د د کور او ښار جوړولو وزارت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

د هغوی په وینا، دا ښارګوټی د نړیوالو معیارونو له مخې طرحه شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button