د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نننۍ غونډه نوبتي غونډه کې له ۳۷ پروژو څخه ۲۲ پروژې د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې شوې، ۷ پروژې تعدیل او د څلورو پروژو لپاره کمېټو ته د قیمتونو د څېړلو دندې وسپارل شوې.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه پروژو قراردادونه لغوه شول، ځکه ګټونکي شرکتونه د ټاکل شویو قیمتونو مطابق پروژې بشپړولو ته حاضر نه وو، او یوه پروژه بیا د ازادې داوطلبۍ لپاره وړاندې شوه، چې د شرکتونو قیمتونه د پروژې له تخمیني ارزښت څخه لوړ ول. همداراز، یو شرکت د کاري تخلفاتو له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شوی دی.
په منظور شویو پروژو کې د قوشتیپې کانال دویم فاز، د کندهار احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مسافرینو او باروړونکو موټرونو ترمینل، د سمنګان ولایت ۲۰ کیلومتره سړک، په څو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول، او د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي چې دغه ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.



