آیت الله علي خامنه‌ ای:که امریکا برید وکړي عربي نړۍ کې به یې اډې خوندي پاتې نه‌ شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت ستر مذهبي مشر “آیت الله علي خامنه‌اي” ویلي، چې امریکا ته یې په څرګندو ټکو خبرداری ورکړی چې که پر ایران هر ډول برید ترسره کړي، نو د امریکا شاوخوا پوځي اډې به یوه هم په امن پاتې نه‌شي.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن پوځي اقدام وکړي، تهران به نه یوازې د امریکا ګټې په نښه کړي، بلکې د هغوی ځینې متحدین به هم له غبرګون څخه خوندي نه وي.

خامنه‌اي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

هغه ګواښ کړی، چې د امریکا هر ډول برید ته به “سخت او پرېکنده ځواب” ورکړل شي.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی وو، چې د هېواد د ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې به هېڅ ډول اقدام بې ځوابه پرېنږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button