عبدالملک حوثي: مقاومت محور ځواکونه په بشپړ چمتوالي کې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي”ویلي، چې د مقاومت محور ځواکونه په بشپړ چمتوالي کې دي او که پر ایران هر ډول برید وشي، دا به یوازې پر یوه هېواد نه، بلکې په ټوله سیمه او نړۍ برید وګڼل شي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې یمني ځواکونه چمتو دي څو په سره سمندرګي او نورو حساسو سیمو کې د امریکا او د هغوی د متحدینو بېړۍ په نښه او له منځه یوسي.
حوثي ټینګار کړی، چې هر ډول پوځي اقدام به له سخت او پراخ غبرګون سره مخ شي او د سیمې امنیت به له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د ایران-امریکا د احتمالي جګړې په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.



