جماعت اسلامي: د افغانستان–پاکستان کړکېچ د اندېښنې وړ دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د ستر مذهبي-سیاسي ګوند پخواني مشر او  پیژندل شوې سیاسي څیرې “سراج الحق” پر خپل ایکس لیکلي، چې د روژې په مبارکه او له برکته ډکه میاشت، چې مسلمانانو ته د عبادت، ورورولۍ او یووالي پیغام  لري، په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو زیاتوالی او د پاکستان- افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي او کړکېچ زیاتېدل د سختې اندېښنې وړ بلل کېږي.

سراج الحق د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې دا وضعیت نه یوازې د دواړو ورونو اسلامي هېوادونو لپاره زیانمن دی، بلکې د سیمې پر عمومي ثبات هم منفي اغېز کولی شي.

نوموړي د افغانستان پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونه ته په اشارې ویلي، چې بریدونه او د بې ګناه کسانو وژل ستونزې نه شي حل کولی او باید دواړه لوري له زغم څخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړې:تاریخ ښيي چې کله هم اسلامي هېوادونه په خپلو کې په شخړو او لانجو کې ښکېل شوي، بهرنیو قدرتونو ترې ناوړه ګټه پورته کړې او د مسلمانانو کمزوري یې لا پسې ژوره کړې ده. له همدې امله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ثبات، متقابل درناوی او رغنده تعامل نه یوازې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم دی، بلکې د ټولې سیمې د سولې، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

په ورته مهال کارپوهان ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو مشرتابه باید د خبرو اترو، تفاهم او ګډو امنیتي میکانیزمونو له لارې شته ستونزې حل کړي، څو د ورورولۍ اړیکې خوندي او د سیمې راتلونکی له بې‌ثباتۍ څخه وساتل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button