پوهنې وزارت: د پاکستان هوايي بریدونو کې زده کوونکي شهيدان او تعلیمي مرکزونه زیانمن شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۴ل)
پوهنې وزارت وايي، د پاکستان پوځي رژيم په وروستیو هوايي بريدونو کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د مرغې کلي فاروقيې مدرسه او د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون نورې سيمې په نښه شوې دي.
د ياد وزارت په وينا، په دغو بريدونو کې يو طالب العلم ټپي شوی او د بهسودو ولسوالۍ اړوند اته تنه د ښوونځيو زده کوونکي، چې پنځه هلکان او درې نجونې وې، شهيدان شوي دي.
وزارت زياتوي چې په بريدونو کې لسګونه نور ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپيان دي، تعليمي مرکزونه زيانمن شوي او د قرآن کريم نسخې او نور ديني کتابونه سوځېدلي دي.
د پوهنې وزارت دا بريدونه د اسلامي او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې او ويلي يې دي چې دا ډول کړنې د افغانانو د ژوند تر څنګ د دوی د دين، تعليم او فرهنګي بنسټونو پر ضد دښمني ښيي.



