د ايران له خوا په سعودي کې د امریکا سفارت تر ویشتلو وروسته؛ امریکا په اسلاماباد کې د خپل سفارت کارونه وځنډول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا سفارت په اسلاماباد کې اعلان کړی چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله یې خپلې ورځنۍ چارې ځنډولي او په اسلاماباد کې سفارت او همدارنګه په لاهور او کراچۍ کې کونسلګرۍ د جمعې تر ورځې د ویزو ټولې مرکې لغوه کړې دي. د سفارت په وینا، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له کبله شوې او د راتلونکو بدلونونو په اړه به وروسته معلومات خپاره شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې ایراني جنګي الوتکو د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د امریکا سفارت په نښه کړی دی.
د راپورونو له مخې، له یوې لویې چاودنې وروسته په یاد سفارت کې اور لګېدلی او سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
تر اوسه د پېښې د مرګژوبلې او زیانونو په اړه کره شمېرې نه دي خپرې شوې، خو سیمهییزې سرچینې وایي چې د برید له امله په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د امریکا ډیپلوماټیکو ماموریتونو احتیاطي اقدامات زیات کړي دي.



